امرالله صالح:

په خواله رسنیو د مدني فعالانو او خبریالانو خپور شوی نوملړ رواني جګړه ده

16 جدی 1399 ساعت 10:01

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په خوله رسنیو د ځینو نوملړونو خپرېدل د وسله والو طالبانو د رواني جګړې څخه ده.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په خوله رسنیو د ځینو نوملړونو خپرېدل د وسله والو طالبانو د رواني جګړې څخه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته ویلي، په ټولنیزه شبکو کې یو نوملړ خپور شوي، چې ګنې طالبان غواړي دغه کسان ترور کړي.

ښاغلی صالح وايي، دوی هڅه کوي، چې د دغه رواني جګړې ریښې پیدا کړي.

نوموړي زیاته کړې، ګرچې د دغه نوملړ د حقیقت او یا غیر حقیقت په اړه څه په لاس کې نه لري، خو په وینا یې طالب له هر هغه چا سره چې طالب نه وي دښمن یې دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، طالبان د هر هغه جوړښت او هر ارزښت سره چې پر سر یې درې رنګه بیرغ رپېږي دښمني او خصومت لري.
 
ښاغلی صالح زیاتوي، فرض کړی دا نوملړ واقعي دی نو د حیرانتیا ځای په کې څه دي؟

د یادونې ده، چې پرون په خواله رسنیو داسې یو درې پاڼیزه نوملړ خپور شوي، چې په کې ویل شوي طالبان غواړي دغه شمېر خبریالان او مدني فعالان ترور کړي.

دا نوملړ په داسې حال کې خپرېږي، چې په دې وروستیو کې د خبریالانو او مدني فعالانو هدفي وژنې زیاتې شوې، چې ان د نړیوالو اندېښنې یې هم راپارولې دي.

په تېره یوه میاشت کې کابو ۱۵ خبریالان او مدني فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي، چې تر اوسه یې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

طالبان په کې لاس لرل ردوي، خو حکومت وايي، دا کار د طالبانو دی، ځکه هغوی غواړي د ملت او دولت تر منځ واټن رامنځ ته کړي، حکومت نړیوالو ته کمزوری وښي او د سولې مذاکراتو کې زیات امتیازات تر لاسه کړي.

د ملي امنیت رییس احمدضیا سراج پرون د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې و ویل، چې هدفي وژنې او بریدونه ټول طالبان کوي او په تېره څو ورځو کې ملي امنیت پر څلورو خبریالانو د برید طراحان نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135117

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135117/

جمهور
  https://www.jomhornews.com