۰

ډاکتر عبدالله د چین له ځانګړي استازي سره پر سوله خبرې کړې

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۳
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیوجان سره لیدلي دي.
ډاکتر عبدالله د چین له ځانګړي استازي سره پر سوله خبرې کړې
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیوجان سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي روغې جوړې عالی شورا وايي، ډاکتر عبدالله نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه سهار له ښاغلي لیوجان سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې د نورو مسایلو تر څنګ پر افغان سوله خبرې وشوې او د چین استازي ډاډ څرګند کړ، چې هېواد به یې د افغان سولې په برخه کې مرسته کوي.

عبدالله په خپلو خبرو کې ویلي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په همدې موخه نن مذاکراتي پلاوی د دوحې په لور ځي، تر څو د افغانستان د خلکو له ارادې او غوښتنې سره سم باعزته سوله وکړي.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او په ځانګړي ډول وروستۍ هدفي وژنې د مذاکراتو په جریان کې نور د منلو نه دي او باید تاوتریخوالي او هدفي وژنو ته د پای ټکی کېښودل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي لیوجان د خپل هېواد له لوري یو ځل بیا د افغان سولې پروسې او په افغانستان کې له تل پاتې ثبات څخه د ملاتړ ډاد څرګند کړ.

نوموړي هیله وښوده، چې افغان مذکراتي پلاوی به دوحې ته په رسېدو او خبرو په پیل سره دې ته زمینه برابره کړي، چې افغانستان ته سوله راشي.

د چین ځانګړي استازي ټینګار وکړ، چې هېواد یې د افغانستان د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ او مرستې ته چمتو دی.

عبدالله د چین له استازي سره پر داسې مهال پر سوله خبرې کوي، چې افغان مذاکراتي پلاوی همدا نن سهار له طالبانو سره د سولې خبرو په موخه دوحې ته روان شو.

ټاکل شوې، چې سبا چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه دوحه کې د دواړو لورو تر منځ رسمي خبرې پیل شي، چې افغان پلاوي په خبره لومړی اجنډا به یې د اورکم او اوربند موضوع وي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي