۰
صالح:

د موټرو د غلو یوه ډله چې په بنسټونو کې یې نفود کړی و ونیول شوه

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۷
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د موټر د غلو د هغه ډلې غړي یې نیولي، چې په په بنسټونو کې یې د ننه نفود کړی وو.
د موټرو د غلو یوه ډله چې په بنسټونو کې یې نفود کړی و ونیول شوه
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د موټر د غلو د هغه ډلې غړي یې نیولي، چې په په بنسټونو کې یې د ننه نفود کړی وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم صالح نه دي ویلي چې د غلو دغه ډلې په کومو بنسټونو کې نفوذ درلود، خو وایي، دغه کسان د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

ښاغلي صالح نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«د موټرو د غلو یوه ډله چې په خواشنۍ د بنسټونو د ننه یې نفوذ او رخنه کړې وه، په پنځمه حوزه کې ونیول شول، شاید سبا یې مکمل جزیات په داګه کړو.»
 
نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې له کابل ښاروالۍ مننه کړې، چې کابل ښار یې کې لسګونه شنې ساحې، چې په علني او غیر علني ډول غضب شوې تثبیت کړې دې.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، ډېر ژر به له غصب څخه د دغه شنو ساحو د خلاصولو په اړه اقدامات وشي او واړه پارکونه یو په بل پسې په کې جوړ شي.

دی زیاتوي، دا چې د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي تحقیقاتو پر ریاست د کار حجم زیات شوی، نو ځکه یې د شنو ساحو د خلاصون او دولتي قرضونو د اخیستو دنده د درنو جرمونو سره د مبارزې ادارې ته سپارلې ده.

ښاغلي صالح دا هم ویلي، چې په تېرو لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د قصبې موټر فروشیو د ۱۰۰ میلیون افغانیو قرض د ورکړې ټټر ډبولی او ویلي یې دي، چې په هره میاشت کې به ۲۰ میلیون خپل پور پرې کوي.

د ښاغلي صالح په وینا هغه ملت چې مالیه ورکوي، لاس به یې هېڅ وخت بل ته اوږد نه وي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي