۰

ولسمشرغني د اندونیزیا له ولسمشر سره تلېفوني خبرې کړې دي

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۲
ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل اندونیزیايي سیال جوکو ویدودو سره تلېفوني خبرې کړې دي.
ولسمشرغني د اندونیزیا له ولسمشر سره تلېفوني خبرې کړې دي
ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل اندونیزیايي سیال جوکو ویدودو سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر مخې ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي غني او ښاغلي جوکو ویدودو تلېفوني خبرې نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه وشوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه تلېفوني مکالمه کې دواړو لورو د افغان سولې پروسې په اړه خبرې او په کې د بېړني اوربند په رامنځ ته کېدو ټینګار وکړ.

د اندونیزیا ولسمشر د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته په اشارې ویلي، چې هېواد به یې د سولې په اړه د نړیوالو دیني عالمانو د اجماع په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

د ارګ خبرپاڼه زیاتوي، په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د اقتصادي، سوداګریزو اړیکو په پراختیا نظرونه سره تبادله کړل.

د افغانستان او اندونیزیا ولسمشران پر داسې مهال په سوله خبرې کوي، چې افغان مذاکراتي پلاوی نن د دوحې په لور روان شو او ټاکل شوې سبا چهارشنبې د مرغومي ۱۶ مه دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو دویم پړاو پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي