۰

یوناما: د سولې دویم پړاو خبرې باید د تاوتریخوالي د کمښت سبب شي

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۶
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل هرکلی کړی خو ټینګار کوي، چې دا ځل خبرې باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت سبب شي.
یوناما: د سولې دویم پړاو خبرې باید د تاوتریخوالي د کمښت سبب شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی یا یوناما د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل هرکلی کړی خو ټینګار کوي، چې دا ځل خبرې باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت سبب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دوی دوحې ته د افغان مرکچي پلاوی د تګ او خبرو د بیا پیل هرکلی کوي او تمه لري، چې د سولې خبرې د دواړو لور تر منځ ګړندۍ پرمختګ وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پړاو خبرې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او یوې تل پاتې سولې د رامنځ ته کېدو لپاره خورا مهمې دي.

خبرپاڼه کې د یوناما مشرې مېرمن دیبرا لاینز ویلي، له دواړو لورو جدي غواړي، چې له دغه فرصت څخه په ګټنې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره زمینه برابره کړي، تر څو د افغان وژنې پروسه پای ته ورسېږي او داسې یو سیاسي ثبات رامنځ ته شي، چې د تولنې د ټولو پاړکیو لپاره د منلو وي.

نوموړې ټينګار کړي، چې د جګړې درول یا اوربند د خبرو د پرمختګ او سولې لپاره لا ښه زمینه برابرولی شي، د خلکو هیلې ورسره زیاتېږي او بشري مرسته کوونکو ته دا اجازه ورکولی شي، چې په دې ژمي کې د هېواد ګوټ ګوټ ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

مېرمن لاینز ویلي، ملګري ملتونه به له دواړ لورو سره په نېږدې تماس کې پاتې شي او لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چمتو دي، چې د اړتیا په صورت کې مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې د افغان دولت مذاکراتي ټیم نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو او ټاکل شوې سبا له طالبانو سره د سولې دویم پړاو خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي