۰

خلیلزاد کابل ته راغلی، ښايي له ولسمشر او نورو چارواکو سره وګوري

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۶
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر په ترڅ کې کابل ته رارسېدلی دی.
خلیلزاد کابل ته راغلی، ښايي له ولسمشر او نورو چارواکو سره وګوري
 د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر په ترڅ کې کابل ته رارسېدلی دی.

د جمهورآژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، خلیلزاد تېره شپه کابل ته رارسېدلی او نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه سهار یې لومړی د جهادي مشر پروفیسور عبدالرب الرسول سیاف سره لیدلي دي.

سرچینې وايي، خلیلزاد له استاد سیاف سره د افغان سولې پروسې او د طالبانو سره د دویم پړاو خبرو د پيل په اړه خبرې اترې کړې دي.

ویل کېږي، چې خلیلزاد به د ولسمشر غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، نورو لوړ پوړو چارواکو، ګوندي مشرانو او سیاسیونو سره جلا جلا وګوري او د سولې په اړه به ورسره خبرې وکړي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد پرون د افغان سولې په تړاو سیمې ته خپل سفر پیل کړ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پاکستان، افغانستان، دوحې او ځینې نورو هېوادونو ته به سفر ولري او له چاروکو سره به یې پر سوله خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوي، چې خلیلزاد به دواړه لروي وهڅوي، چې د افغانستان د سولې بهیر چټک شي، سملاسي اورکم او اوربند وکړي، په یوه سیاسي نقشه توافق وکړي او د واک په شراکت خبرې وکړي.

په ورته وخت خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي دي چې له دې هیلو سره یې بیا سیمې ته سفرونه پيل کړل چې دواړه خواوې به د افغانستان د سولې مذاکرات کې محسوس پرمختګ وکړي.

نوموړي ټینګار کړی وايي،  دواړه خواوې باید دا وښيي‌ چې د افغانانو د مهمو ګټو لپاره کار کوي.

هغه ویلي، دوی باید څومره ژر چې امکان لري د سیاسي تفاهم او په تاوتریخوالي کې د سملاسمي پام وړ کموالي او اوربند په اړه د موافقې لپاره رښتینی جوړجاړی او مذاکرات وکړي.

خلیلزاد زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه او په ځانګړي ډول هدفي بریدونه د منلو نه دي، ځکه په وینا یې هغوی، چې تاوتریخوالی کوي، غواړي د افغانستان د سولې بهیر او راتلونکې کمزورې کړي.

ده د کومې ډلې او شخص نوم نه دی اخیستی خو وايي، دا ډول خلک د افغانانو هیلې نه منعکسوي.

خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې په تړاو سفر پیلوي، چې د افغان دولت مذاکراتي پلاوی نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه دوحه ته روان شو او ټاکل شوې سبا له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي