سرچینې: ولسمشر غني له خلیلزاد سره لیدنه رد کړې

17 جدی 1399 ساعت 9:40

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ته نیږدې سرچینې وایي، ولسمشر غني د خلیلزاد د ملاقات غوښتنه رد کړې ده.


د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ته نیږدې سرچینې وایي، ولسمشر غني د خلیلزاد د ملاقات غوښتنه رد کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاته کړې، ولسمشر غني ویلي، دی بوخت دی او وخت نه لري چې خلیلزاد سره وګوري.

د یادونې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وړمه شپه کابل ته راورسېده او پر سبا یې له استاد سیباف، ډاکتر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي سره لیدلي دي.

تر اوسه دقیق نه ده معلومه، چې ولسمشر غنی ولې له خلیلزاد سره نه دي لیدلي.

ټاکل شوې چې خلیلزاد تر افغانستان وروسته ترکمنستان او له هغې وروسته دوحې ته ولاړ شي او هلته د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره وګوري.

خلیلزاد د دغه سفر له پیل سره سم په یوه ټوېټ کې ویلي، دا په پړاو خبرو کې به یې هڅه دا وي، چې دواړه لوري په اورکم او اوربند موافقې ته سره ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135160

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135160/

جمهور
  https://www.jomhornews.com