ننګرهار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیول شوی دی

17 جدی 1399 ساعت 12:31

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو ننګرهار ولایت کې د چاوېدونکو توکو یو ډک موټر کشف او نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو ننګرهار ولایت کې د چاوېدونکو توکو یو ډک موټر کشف او نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې نیولی دی.

سرچینه زیاتوي، په دغه مازدا ډوله موټر کې دوه زره کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي په ډېر ماهرانه ډول ځای پر ځای کړل شوي و او ترهګرو غوښتل په تروریستي بریدونو کې ترې کار واخلي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه چاودېدونکي توکي سربېره په یاد موټر کې ۴۰۶ عدده ثانیه سوز کپسولونه، چې په ماین جوړولو، ځانمرګو واسکټونو او موټر بم بمونو کې کارول کېږي هم تر لاسه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې چاودېدونکو توکو سره د لېږد په تور دوه تنه هم نیول شوي، چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

وزارت دا نه دي ویلي، چې یاد مواد له کوم ځای څخه افغانستان ته راوړل شوي، خو تر دې وړاندې دا ډول مواد له پاکستان څخه راوړل کېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135169

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135169/

جمهور
  https://www.jomhornews.com