کابل په پرمختللیو امنیتي کمرو پوښل کېږي

17 جدی 1399 ساعت 12:32

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ډېر ژر به کابل ښار په پرمختللو مخفي امنیتي کمرو وپوښل شي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ډېر ژر به کابل ښار په پرمختللو مخفي امنیتي کمرو وپوښل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه ویلي، د دغه کمرو په نصب سره به امنیتي وضعیت ډېر ښه شي.

نوموړي ویلي، په یادو کمرو به ۱۰۰ میلیونه ډالر ولګول شي، چې لګښت یې مرستندویه هېوادونه ورکوي، چې په نصب سره به یې پر ترهګرو کړۍ نوره هم تنګه شي.

دی وايي، لومړی ځل چې کابل کې امنیتي کمرې لګول شوې وې ۲۰۰۸ کال و خو اوس ټکنالوژۍ ډېر پرمختګ کړی، نو ځکه پرېکړه وشوه، چې کابل هم په پرمختللو امنیتي کمرو وپوښل شي.

بل خوا ښاغلی صالح وايي، په تېرو ۷۰ ورځو کې چې کومې نیونې شوې، په کې ۱۷ تنه داسې مجرمین دي، چې هممهاله د اعش او طالب غړیتوب لري.

د ولسمشر لومړي مرستیال زیاته کړې، له دې ښکاري، چې داعش او طالب یو دی او یوازې د جګړې لپاره یې تکتیک بدل کړی دی، چې جزیات به یې وروسته د ملي امنیت له خوا د خلکو سره شریک کړی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135170

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135170/

جمهور
  https://www.jomhornews.com