لویه څارنوالی:

روان کال د اداري فساد ۱۸۰۳ دوسیې څېړل شوې دي

17 جدی 1399 ساعت 12:54

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، روان ۱۳۹۹ کال په دغه اداره کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسېدګي شوې او ۱۴۶ نورې تر څېړنې لاندې دي.


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، روان ۱۳۹۹ کال په دغه اداره کې د اداري فساد ۱۸۰۳ قضیو ته رسېدګي شوې او ۱۴۶ نورې تر څېړنې لاندې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي، چې نن چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه کابل کې خبري ناسته کې خبرې کولې و ویل، د اداري فساد دغه قضیې د ملکي او نظامي سټکور اړوند دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغه قضیو څخه ۱۱۲۲ د ولایتونو له اداري فساد سره د مبارزې استېناف څارنوالیو، ۴۰۳ قیضې په کابل او ۲۷۸ نورې یوازې په کابل کې له درنو جرمنو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې ثبت شوي دي.

د هغه په وینا له درنو جرمونو سره د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې د اداري فساد د ۲۷۸ قضیو له جملې نه ۲۱۵ قضیې د ملکي بنسټونو او ۶۳ نورې قضیې د امنیتي او دفاعي سکټور اړوند وې.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې یاد مرکز ۱۳۹۹ کال کې ۱۳۲ قضیو ته رسیدګي کړې ده او قانوني پرېکړې کړي دي، خو وايي چې ۱۴۶ نورې قضیې تر څېړنو لاندې دي.

د لویې څارنوالي ویاند وایي، افغانستان کې د معافیت فرهنګ مخ په ختمېدو دی او د یو شمېر کسانو اعتراضونه چې راپورته شوي دي لویه څارنوالي به یې په خبره بې اساسه ادعاوې له منځه یوسي.

دی زیاتوي، چې په لومړي ځل د افغانستان په تاریخ کې د حکومت لوړپوړي چارواکي، قاچاقچبران او متخلف قانون ماتوونکي محکمو ته سپارل شوي دي.

رسولي وايي، لویې څارنوالۍ د یوه خپلواک بنسټ په توګه هېڅکله د سیاسي او ټولینز شرایطو تر اغېزې لاندې تصمیم نه دی نیولی او وبه یې هم نه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لویې څارنوالۍ په روانه میاشت کې د رشوت اخیستلو په تور د مشرانو جرګې د درې سناتورانو د نیول کېدو خبر ورکړ.

خو یادې ادارې وروسته وویل، درې وړاه سناتوران یې د مشرانو جرګې د غوښتې په اساس په ضمانت بیرته خوشي کړي، خو وايي چې قضیه یې تر څېړنو لاندې ده.

همدارنګه لویې څارنوالۍ روانه میاشت د رشوت غوښتلو په تور د عامې روغتیا وزارت د څلورو مامورینو د نیول کېدو خبر هم ورکړ، خو تر دامهاله یې په اړه بشپړه جزئیات نه دي خپاره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 


د مطلب کود: 135171

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135171/

جمهور
  https://www.jomhornews.com