نانسي پلوسي:

ګانګرس به د جوبایډن بریا حتمي تایید کړي

18 جدی 1399 ساعت 11:07

په داسې حال کې، چې لا هم د ټرمپ پلاوی په تاکنو کې د بایډن د بریا د اعلان مخالفت او مخنیوی کوي، د کانګر مشرې نانسي پلوسي ویلي، دغه جرګه به د بایډن بریا حتمي او همدا نن اعلان کړي.


په داسې حال کې، چې لا هم د ټرمپ پلاوی په تاکنو کې د بایډن د بریا د اعلان مخالفت او مخنیوی کوي، د کانګر مشرې نانسي پلوسي ویلي، دغه جرګه به د بایډن بریا حتمي او همدا نن اعلان کړي.

د جمجهور آژانس د خبر له مخې پلوسي پر کانګریس برید په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې پرکپېټال هال ودانۍ د لاریون کوونکو ننوتل له سپکاوي ډک عمل دی.

هغې لاریون کوونکو ته په خطاب کې ویلي، د دې لاریون اصلي تنظیموونکي به ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.

مېرمن پلوسي په ټینګار سره زیاته کړې، چې نن به د خلکو د رایې په اساس د بایډن بریا ارومرو تایید کړي او لاریونوالو ته یې خطاب کې ویلي« تاسې غوښتل موږ له خپلې پرېکړې راوګرځوئ، خو دا کار ناشونی دی او نن به کانګریس خپله پرېکړه اعلانوي.»

په ورته وخت کې د ټرمپ مرستیال مایک پنس چې د سنا جرګې مشر هم دی، غونده بېرته پیل کړې ده.

نوموړي ویلي«« سمه ده چې د ټرمپ مرستیال دی خو د امریکا د ولس پرېکړو ته درناوی لري او نن به په کانګریس کې هغه پرېکړه کېږي چې امریکایانو رایه ورکړې ده.»

د امريکایي رسنیو د معلوماتو له مخې همدا اوس د امریکا په کانګریس کې په رسمي توګه د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د تایید غونډه روانه ده.

د یادونې ده، چې د ټرمپ پلویانو هغه مهال په کانګرس حمله وکړه او ورننوتل، چې کله هلته د دواړو جرګو له خوا د ټاکنو په اړه پرېکړه کېده.

د دغه هجوم له امله غونډه د څو ساعتونو لپاره وځنډېده او د ملي ګار په داخلېدو سره لاریونوال له ودانۍ وایستل شول.

د واشنګټن د پولیسو مشر ویلي، په دغه بلوا کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۵۲ نور نیول شوي، چې څلور په کې غیر قانوني وسله وال دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com