ولسمشر غني:

 باعزته سوله هغه ده، چې زعامت د ټاکنو له لارې تر سره شي

18 جدی 1399 ساعت 13:37

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سوله د افغان حکومت او ولس لپاره تر اوبو او هوا هم اړینه ده، خو هغه سوله چې باعزته او پر عدل ولاړه وي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سوله د افغان حکومت او ولس لپاره تر اوبو او هوا هم اړینه ده، خو هغه سوله چې باعزته او پر عدل ولاړه وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن پنشنبې د مرغومي ۱۸ مه ننګرهار کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوله و ویل، چې د باعزته سولې لپاره باید حوصله وشي.

نومړي زیاته کړه، چې په سوله کې هدف دا نه دی، چې د شخص څوکۍ د وساتل شي، بلکې هدف دا دی، چې نظام وساتل شي، ځکه د افغانستان ولس ته نور د نظام انقطاع د منلو نه ده.

هغه و ویل« موږ سوله غواړو، سوله تر اوبو او هوا هم اړینه ده، خو چې باعزته سوله وي، دا چوکۍ زما نه د ولس ده، نو ځکه حوصله غواړي، که غلته پرېکړه وکړو، ولس له ستونزو سره مخ کېږي په سوله کې زما شخصي غوښتنې نشته، بلکې غوښتنه مو د نظام ساتنه ده، ځکه افغانان نور د نظام انقطاع نه مني.»

ولسمشر غني په ټینګار سره زیاته کړه، چې باعزته سوله هغه ده، چې زغیم د ولس د ارادې پر اساس د ټاکنو له لارې وټاکل شي او دوی تل داسې یوې سولې ته چمتو دي.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې راشي د ولس په منځ کې ځای خپل کړي او که چېرته ولس پر دوی لاس کېښود، نو دوی یې هم منلو ته چمتو دي.

د هغه په وینا که چېرې طالبان له جګړې لاس اخلي او سیاسي لار غوره کوي، نو حکومت او افغان ولس چمتو دی، چې په تمامه مانا یې په خپل غېږ کې ونیسي.

ده و ویل«طالبان دې د ولس غېږې ته راشي، که ولس لاس پرې کېښود زه یې منم.»

خو ټينګار یې وکړ، چې طالبان هم باید دا یو واقعیت ومني، چې افغانستان هغه د ۲۰ کلونو پخوانی افغانستان نه دی، بلکې ډېر پرمختګ یې کړی او طالبان باید دا واقعیتونه ومني.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې افغانستان څو کاله وړاندې لس میلیونه صادرات درلودل په داسې حال کې، چې سږ کال به دا کچه دوه میلیارده ورسېږي.

ښاغلي د اصلاحاتو په اړه هم څرګندونې وکړې او په کې یې پر ولسي جرګه هم نیوکې وکړې، چې له یوې خوا اصلاحات غواړي او له بلې خوا یې پر وړاندې خنډونه جوړي.

هغه د بېلګې په توکه د ولسي جرګې خوا د بودیجې نه پاس کول یاد کړل ویې ویل، ولسي جرګه په بودجه کې د شپږو میلیاردو افغانیو په ارزښت د داسې پروژو پلي کول غواړي، چې هېڅ سروې او سنجش ورته نه دی شوی.

دغه راز ښاغلي غني دا هم و ویل، چې ولسي جرګه د ملي دسترخوان پروګرام پر وړاندې هم خنډونه جوړوي، په داسې حال کې، چې ولس له لوږې سره مخ دی.

ښاغلي غني و ویل«زه غواړم د ملي دسترخوان پروګرام پلی کړم، دا دې بودیجې له پیسو نه دي له نړیوالو مې ګټې او راټولې کړې، که یې ولس نه غواړي، سمه ده زه به یې بېرته خارجیانو ته وسپارم.»

همدارنګه ولسمشر په دې ناسته کې د ننګرهار د پوهنې په برخه کې یادو ستونزو ته په اشارې د پوهنې سرپرست وزیرې ته و ویل، چې د ننګرهار لپاره د ښوونځو څلور زره بستونه ومني.

ولسمشر د ننګرهار والي ته د خلکو په غوښتنه دا صلاحیت هم ورکړ، چې په یوه میاشت کې د ټولو ولسوالانو او رییسانو په اړه د ولس سره په همغږي تصمیم ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135217

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135217/

جمهور
  https://www.jomhornews.com