بغلان کې ماین چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

20 جدی 1399 ساعت 9:35

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د یوه پولیس په ګډون ۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بغلان ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې د یوه پولیس په ګډون ۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د مرغومي ۱۹ مه د بغلان مرکز پلخمري ښار په یوه له ګڼې ګوټې ډکه سیمه کې رامنځ ته شوې.

چارواکي وايي، چاودنه د پولیسو په رنجر موټر شوې، چې په کې دوه ملکي وګړي وژل شوي، یو پولیس او څلور ملکیان ټپیان دي.

د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت د دې خبر د پخلي تر څنګ زیاتوي، چې چاودنه کې دوکاندارانو ته هم زیات مالي زیانونه اوښتي او کابو ۲۰ دوکانونه ویجاړ شوي دي.

ویل کېږي په ټپیانو کې د بغلان د مدني ټولنې د شبکې رییس محمد عثمان شېرزی هم شامل دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135237

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135237/

جمهور
  https://www.jomhornews.com