د کانکور عمومي اول نمره ترکیې ته ولاړه

20 جدی 1399 ساعت 9:37

د افغانستان د کانکور عمومي اول نمره شمسیه علیزاده د لوړو زده کړو لپاره ترکیې هېواد ته ولاړه.


د افغانستان د کانکور عمومي اول نمره شمسیه علیزاده د لوړو زده کړو لپاره ترکیې هېواد ته ولاړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمسیه پرون جمعه د مرغومي ۱۹ مه ترکیې ته د لوړو زده کړو لپاره تللې ده.

ترکي رسنۍ وايي، شیمه به د ترکیې په جراح پاشا 'cerrahpaşa' طبي پوهنتون کې د طب پوهنتون وايي.

کابل کې د ترکیې سفارت ویلي، شمسیې ته د ترکیې د جمهوري ریاست د یوه پروګزام په چوکاټ کې د لوړ زده کړو دا بورسیه ورکړل شوې ده.
 
خپله شمسیې ترکي رسنیو ته ویلي، خوشحاله ده، چې دغه هېواد ته د لوړو زده کړو لپاره ځي او په بېرته راستنېدو به د یوې مسلکي ډاکترې په توګه خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي.

د یادونې ده، چې شمسیه علیزاده، چې ۱۸ کلنه ده او پلار یې د ډبرو سکرو په کان کې کار کوي، د ۱۳۹۹ کال د کانکور په ازموینه د ۳۵۳ نمرو په اخیستو سره اول مقام وګاټه، چې په کور د ننه ډېره وستایل شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135238

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135238/

جمهور
  https://www.jomhornews.com