د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی دی

20 جدی 1399 ساعت 9:39

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف کابل په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی دی.


د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف کابل په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مرادوف له ولسمشر اشرف غني، د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر او د ملي امنيت شورا له سلاکار حمدالله محب سره وګوري.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې مردوف به له افغان چارواکو سره د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د څو اقتصادي پروژو پرانستلو پر چمتووالي خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میرویس ناب په کابل هوايي ډګر کې د رشید مردوف هرکلی کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې افغانستان ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د راتګ اصلي موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي، سیاسي، نفت او ګازو په ګډون د یو شمېر مهمو مسایلو په اړه د تړونونو لاسلیک کول بلل شوي دي.

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی وو، چې د مرادوف له راتګ سره سم به افغانستان کې د ترکمنستان له لوري د درې بنسټیزه پروژو پرانسته وشي.

د آقینې – اندخوی تر منځ رېل پټلۍ، د کری – اندخوی، پلخمري د برېښنا لېږد او د نوري فایبر انټرنیټي شبکه چې ترکمنستان له افغانستان سره وصلوي هغه درې لویې پروژې دي، چې افغان او ترکمن چاروکي به پرې خبرې او پرانسته به یې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 135239

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135239/

جمهور
  https://www.jomhornews.com