۰

اتمر بیا له خیلزاد سره پر سوله غېږېدلی دی

شنبی ۲۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۲
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زملي خلیلزاد سره پر سوله خبرې کړې دي.
اتمر بیا له خیلزاد سره پر سوله غېږېدلی دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زملي خلیلزاد سره پر سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او خلیلزاد خبرې پرون جمعه شپه د مرغومي ۱۹مه د ویډیويي کنفرانس له لارې شوې، چې په کې کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم حضور درلود.

د بهرنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کنفرانس کې دواړو لور د افغانستان د سولې اړوند په دوحه کې د خبرو د وروستیو پرمختګونو او خنډو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز دواړو لورو د سولې دوهم پړاو مذاکراتو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر زیاتوالي او د دغه بهیر د بریالیتوب په اړه یې د کابل او واشنګټن د ګډو هڅو په اړه نظرونه سره شریک کړل.

د بهرنیو چارو وزیر په سوله ییز ډول د افغان شخړې د هواري په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو هڅې ستایلې او د افغان سول بهیر څخه یې د نړیوالې ټولنې پر پراخ ملاتړ ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، خلیلزاد د سولې دوهم پړاو خبرو پیلېدو باندې خوښي ښودلې او له دغه بهیر څخه یې د امریکا متحده ایالاتو د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

ښاغلي اتمر او خلیلزاد پر داسې مهال پر سوله خبرې کوي، چې ټاکل شوې نن دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ رسمي خبرې پیل شي.

ویل کېږي، په دغه خبرو کې به د اوربند او نظام څرنګوالی له هغه جنجالي ټکو وي، چې ښايي خبرې ورسره تر ډېره اوږدې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي