امرالله صالح:

د یوسف رشید د قتل په تور دوه تنه نیول شوي، د طالبانو د مسلمیار ډلې غړي دي

20 جدی 1399 ساعت 11:02

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د اجرائیوي مشر یوسف رشید د قتل په تور دوه تنه نیول شوي دي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د اجرائیوي مشر یوسف رشید د قتل په تور دوه تنه نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د مرغومي ۲۰ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه ویلي، د شهید رشید په ترور کې درې تنه لاس لرونکي کسان تثبت او دوه تنه ترې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې نیول شوي کسان د طالبانو د مسلمیار په نور د یوې وړې ډلې غړي دي، چې په لوګر ولایت کې فعالیت لري.

د هغه په وینا د دغه قاتلینو څخه یو تن یې د دې لپاره چې ورکړل شوی هدف په ښه توګه پوره کړي، د شهید یوسف رشید له زوی سره د درس ویلو په خاطر ځان همټولګي وال کړی و.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې د یادو کسانو اعترافات به وروسته د ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت له خوا د خلکو سره شریک کړی شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال د ۷ مې حوزې له پولیسو په ځانګړې ډول د دغه حوزې له امر اوریاخېل نه مننه کړې، چې دغه کسان یې نیولي او تمه یې ښودلې، چې د دوسیې له بشپړېدو وروسته نیول شوي قاتلین هم اعدام کړی شي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید کابو درې اوونۍ وړاندې کابل ښار کې خپل کور ته نېږدې په داسې حال کې، چې یوې غونډې ته روان و، د موټر سایکل سپرو وسله والو له خوا په ډزو و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135250

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135250/

جمهور
  https://www.jomhornews.com