د ولسي جرګې د یوه غړي د موټر غله نیول شوي

20 جدی 1399 ساعت 11:34

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، پولیسو هغه غله نیولي، چې د ولسي جرګې د یوه وکیل موټر یې غلا کړی وو.


د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، پولیسو هغه غله نیولي، چې د ولسي جرګې د یوه وکیل موټر یې غلا کړی وو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د مرغومي ۲۰ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، هغه بانډ چې پر وکیل خاکسار باندې یې برید کړی و پېژندل شوي او نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د غلو دغه بانډ د پولیسو له یو رنجر څخه په استفادې غلا کوله او له خلکو به یې باج اخیست، چې د پولیسو له خوا پېژندل شوي او نیول شوي دي.

ښاغلي صالح په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي، پلټنې روانې دي، چې څرنګه دغه رنجر د غلو په واک کې ورکړل شوې ده.

د یادونې ده، چې وسله والو غلو دوه اوونۍ وړاندې د کابل په پل سرخ سیمه کې د ولسي جرګې د یوه غړي خاکسار موټر د هغه له ساتونکو غلا کړی وو.

ساتونکو له غلو سره نښته هم کړې وه، چې په ترڅ کې یې یو غل وژل شوی او د خاکسار څو ساتونکي ټپیان شوي و، خو د وژل شوي غله ملګرو تر لنډې نښتې وروسته موټر تښتولی وو.

د حیرانتیا خبره خو دا ده، چې دغه پېښه په رڼا ورځ او د سړک په مابین کې رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com