ولسمشرغني:

له ټاکنو پرته به واک بل چا ته انتقال نه کړم

20 جدی 1399 ساعت 12:42

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، مبثته سوله غواړي او د خلکو د ارادې په اساس به د ټاکنو له لارې واک منتخب ځای ناستې ته وسپاري.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، مبثته سوله غواړي او د خلکو د ارادې په اساس به د ټاکنو له لارې واک منتخب ځای ناستې ته وسپاري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې له سي اېن اېن خبري شبکې سره په تازه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړي، چې له ټاکنو پرته به واک بل چا ته انتقال نه کړي.

نوموړي ویلي، دوی مثبته سوله غواړي او د سولې په راتګ سره یې یوازینۍ موخه دا ده، چې واک د خلکو د ارادې پر اساس راتلونکي ولسمشر ته وسپاري.
 
نوموړي دا هم ویلي، چې د طالبانو ځان غوښتنه به د سولې پر روان بهیر منفي اغېز وکړي، ځکه افغان ټولنه شاتګ نه غواړي او نه هم د طالبانو پخوانی تګلاره مني.

ښاغلي غني له طالبانو سره د دویم پړاو مذاکراتو هر کلی  کړی تمه یې ښودلې، چې د یادو مذاکراتو له لارې په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته شي.

د ښاغلي غني په وینا افغانان مثبته سوله چې ټول وکولی شي په کې په ګډه خپل اختلافات حل کړي او کار وکړي غواړي.

هغه ویلي«افغانان شاتګ نه غواړي او موږ داسې یوه ټولنه نه یو چې د طالبانو پخوانۍ تګ لاره ومنو، موږ مثبته سوله غواړو چې په ګډه خپل ستونزې هوارې کړي.»

ولسمشر زیاتوي، له کله چې په افغانستان کې واک ته رسېدلی تر دا مهاله یوازې ۹۸ امریکايي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.

خو زیاته کړې یې ده چې په همدې موده کې څه باندې څلوېښت زرو ملکي وګړو او امنیتي سرتیرو ژوند له لاس ورکړی دی.

ښاغلی غني وايي، که چیري د امریکا متحده ایالاتو نوی منتخب ولسمشر جو بایډن وغواړي چې له افغانستان څخه خپل نور سرتیري هم وباسي، نو دغه کار باید د دواړو هیوادونو د ګډو ګټو په اساس وي.

نوموړي په ننګرهار کې هم د یوې غونډې پر مهال ټينګار کړی و، چې د سولې خبرو کې یوازینی شرط دا دی، چې راتلونکی زعامت باید د ولس د ارادې پر اساس د ټاکنو له لارې وټاکل شي، نه د زور او ټوپک له لارې.

ښاغلي غني ټینګار کړی و، چې طالبان دې راشي په ولس کې دې ځای ونیسي او که چېرته ولس پر دوی لاس کېښود نو دی حاضر دی، چې ویې مني.

ولسمشر غني دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې هلته دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوې دي.

ځینو طالب غړو ویلي، د دوی د خبرو لومړی اجنډا به د راتلونکي نظام څرنګوالی، د بندیانو خلاصون او د تور لېست نه د طالب مشرانو ایستل وي.

خو افغان لوری وايي، د دوی د اجنډا لومړیتوب اوربند دی، ځکه ټولو افغانانو، سیمې او نړیوالو غوښتنه هم همدا ده، چې فوري اوربند وشي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com