افغان حکومت د سولې په اړه د نړیوال ملاتړ هڅې پیل کړې

20 جدی 1399 ساعت 12:52

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دویم پړاو مذاکراتو په لړ کې یې د سولې لپاره د نړیوال ملاتړ د خپلولو هڅې پیل کړې دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دویم پړاو مذاکراتو په لړ کې یې د سولې لپاره د نړیوال ملاتړ د خپلولو هڅې پیل کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته په یوه لېږلي لنډ پیغام کې ویلي، دغه وزارت تازه هڅې پیل کړې، چې د دویم پړاو مذاکراتو د بریا لپاره نړیوال ملاتړ او سیاسي اجماع لا ډېره پياوړې شي.

نوموړي په دغه پیغام کې زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزیر په تېرو دوو ورځو کې د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او ديپلوماتانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

ګران هېواد وایي یادو هېوادونو ژمنه کړې چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره پوره همکاري کوي او هڅه یې دا ده چې وکړی شي په دې پروسه کې مثبت رول ولوبوي.

بهرنیو چارو وزارت وایي چې د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره به د دوی بحثونه او خبرې دوام کوي.

د یادونې ده، چې د بهرنیو چارو وزیر له وړمې شپې راهیسې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زملي خلیلزاد، د هند، اندونیزیا، استرالیا او ناروې له بهرنیو چارو وزیرانو سره پر سوله غږېدلی دی.

افغان حکومت پر داسې مهال د سولې لپاره د نړیوال ملاتړ جلبولو هڅې پیل کړې، چې نن شنبې د مرغومي ۲۰ مه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ اساسي خبرې پیل شوې دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا هم تایید کړې، چې د افغان دولت او طالب پلاویو تر منځ نن سهار رسمي او اساسي بحثونه پیل شوي دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135257

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135257/

جمهور
  https://www.jomhornews.com