ولسمشر د برېښنایي حکومتولۍ د پیاوړتیا په موخه د امارتي شرکت سره کتلي

21 جدی 1399 ساعت 8:59

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هې،اد کې د برېښنايي حکومتولۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او په همدې موخه یې د امارتي شرکت له مسوولینو سره لیدلي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هې،اد کې د برېښنايي حکومتولۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او په همدې موخه یې د امارتي شرکت له مسوولینو سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وایي، ښاغلي غني پرون ماښام د مرغومي ۲۰ مه د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت مسوولینو سره وکتل.

خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه کې د افغانستان حکومت د دیجیټلي کولو لپاره د پالیسیو او شېوو پر پياوړتیا، د دغه بهیر د عملي کېدو لپاره د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ زېربناوو د ارزونې  او بستر جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي، ښاغلي غني د برېښنایي حکومتولۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ وې ویل: زموږ لیدلوری دا دی چې د ۲۱ پېړۍ د اړتیاو مطابق د دیجیټلي کولو پر ستراتېژۍ کار وکړو.

ښاغلي غني په اقتصادي، تعلیمي، روغتیا او نورو برخو کې د دیجیټلي سیستم پر استفادې ټینګار وکړ وې ویل، موږ باید هڅه وکړو چې په اوسني وخت کې د ټکنالوژۍ له پرمختګونو وروسته پاتې نه شو.

ولسمشر زیاته کړې، موږ یوې لار نقشې ته اړتیا لرو چې وتوانېږو په راتلونکو څلورو کلونو کې د سیستمونو د دیجیټلي کولو له لارې دولت او مارکیټ جوړول او د سولې اعمار چټک کړو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135276

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135276/

جمهور
  https://www.jomhornews.com