کابل کې چاودنه: د عامه تصدۍ د ویاند ضیا ودان په ګډون څلور تنه وژل شوي

21 جدی 1399 ساعت 9:27

پولیس تاییدوي، چې کابل کې د عامه ساتنې تصدۍ د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


پولیس تاییدوي، چې کابل کې د عامه ساتنې تصدۍ د کارکوونکو په موټر چاودنه شوې او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د مرغومي ۲۱ مه سهار مهال د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل پولیس وايي، چاودنه د عامه تصدۍ ساتنې د کارکوونکو په موټر شوې، چې په کې څلور تنه وژل شوي او یو تن تپي شوی دی.

د دوی په وینا په وژل شویو کسانو کې یو هم د عامه تصدۍ ساتنې ادارې ویاند ضیا ودان هم شامل دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نوعیت یې هم نه دی معلوم.

کېدای شي چاودنه د چسپکي یا هم د سړک د غاړې ماین له امله وي ځکه په دې وروستیو کې د کابل نېږدې هر سهار په همدې ډول چاودنو پیلېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135280

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135280/

جمهور
  https://www.jomhornews.com