د پاکستان د سنا د دفاعي کمېټې مشر:

پاکستان کې د طالبانو حضور د دغه هېواد په ګډون د هېچا په ګټه نه دی

21 جدی 1399 ساعت 9:54

د پاکستان د سنا مجلس د دفاعي کمېتې مشر جنرال عبدالقیوم وايي، په پاکستان کې د طالبانو شتون د دغه هېواد په ګډون د هېچا په ګټه نه دي.


د پاکستان د سنا مجلس د دفاعي کمېتې مشر جنرال عبدالقیوم وايي، په پاکستان کې د طالبانو شتون د دغه هېواد په ګډون د هېچا په ګټه نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال قیوم ویلي، داسې راپورونه شته چې طالب وسله وال په پاکستان کې دي، خو ټینګار کوي، چې د دغه وسله والو حضور د پاکستان په ګډون د هېچا په ګټه نه دي.

نوموړی زیاته کړې، چې پاکستانی حکومت په افغانستان کې د سولې له پروسې سره همکاري کوي خو په کار ده چې دغه همکاري په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راتګ سبب شي.

جنرال قیوم وايي، د مذاکراتو په دې پړاو کې ښایي طالبان د راتلونکي حکومت د جوړښت پر بڼه ډېر ټینګار وکړي خو اوربند هم خورا مهم دی.

د پاکستان دغه سناتور تمه ښوودلې چې د سولې روانه پروسه کې طالبان او افغان حکومت دواړه د خپل ولس لومړیتوب ته ارزښت ورکړي او په دغه هېواد کې اوږدې جګړې پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135282

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135282/

جمهور
  https://www.jomhornews.com