افغان ولسمشر محمد اشرف غني د عامه ساتنې تصدۍ پر ویاند ضیاء ودان نننۍ چاودنه غندلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني ویلي، پر وطنپالو، ژمنو او خدمتګارو شخصیتونو برید د اسلامي ارزښتونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.
د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر له قوله وايي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې ګناه خلک وژني او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، ولسمشر غني امنیتي او کشفي ارګانونو ته د دغه چاودنې د عاملینو د پیدا کولو او په سزا رسولو سپارښتنه کړې ده.
د یادونې ده، چې د عامه ساتنې تصدۍ د ویاند ضیا ودان په موټر نن سهار د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې چاودنه وشوه.
په دغه چاودنه کې د ودان په ګډون درې تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
کابل پولیس وايي، چاودنه د مقناطسي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل