د مشرانو جرګې رییس:

موقت حکومت د واک د انتقال قانوني او معقوله لار نه ده

22 جدی 1399 ساعت 7:55

 د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وايي، موقت حکومت د واک د انتقال قانوني او معقوله لار هم نه ده.


 د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وايي، موقت حکومت د واک د انتقال قانوني او معقوله لار هم نه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مسلمیار دغه څرګندونې پرون یکشنبې د مرغومي ۲۱ مه په خپله فسبوک پاڼه کړې ویلي یې دي، چې د موقت حکومت په اړه یې دریځ روښانه دی.

نوموړي ویلي، موقت حکومت د هېواد په ګټه نه دی، بلکې داسې بدلون ته اړتیا ده، چې د ولسونو په خوښه او غوښته وي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړې« د موقت حکومت جوړېدو په اړه مې دريځ څرګند دی، موقت حکومت د هېواد په ګټه نه دی او د واک د انتقال قانوني او معقوله لار هم نه ده.»

د هغه په وینا دسولې مذاکراتو په پایله کې داسې بدلون ته اړتیا ده چې د ولسونو په خوښه او غوښتنه وي او د هغوی وړاندیزونه او سپارښتنې په پام کې نیول شوي وي.

د مشرانو جرګې رییس له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په ښوودلو سره له هغوی غوښتي چې د ولسونو لپاره د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې ولسمشر غني هم تازه له «سي ان ان» تلویزیون سره مرکه کې ویلي چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي.

د هغه په وینا د طالبانو ځان غوښتنه به د سولې پر روان بهیر منفي اغېز وکړي.

ولسمشر غني پر داسې مهال له خپل لوري منتخب حکومت ته د واک پر سپارلو ټینګار کړی چې دا مهاله په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135306

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135306/

جمهور
  https://www.jomhornews.com