ولسمشرغني:

له پاکستان سره یوه دایمي ستونزه لرو، عمران خان په اوربند ونه توانېده

22 جدی 1399 ساعت 8:07

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان له پاکستان سره یوه دایمي ستونزه لري او هغه هلته د ترهګرو ډلو پټنځایونه دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان له پاکستان سره یوه دایمي ستونزه لري او هغه هلته د ترهګرو ډلو پټنځایونه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې له سي اېن اېن خبري شبکې سره په تازه مرکه کې کړې او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان په اړیکو غږېدلی دی.

ښاغلي غني له پاکستان سره د اړیکو په اړه ویلي، چې هېواد یې له پاکستان سره یوه دایمي ستونزه لري.

هغه زیاته کړې« له پاکستان سره موږ دایمي ستونزه لرو،ځکه چې هلته پناه ځایونه (د طالبانو لپاره) ورکول کیږي.»

ولسمشر دا هم ویلي، چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره یې وروستۍ خبرې مثبتې وې، خو په وینا یې هغه وتوانېده، چې اوربند ته لار هوار شي.

نوموړي سي اېن اېن ته زیاته کړې«ما له عمران خان سره مثبتې خبرې درلودې، خو د طالبانو له مشرانو سره د هغه له ملاقات وروسته پیغام دا و چې هغه ونه توانیده هر اړخیزاوربند وشي.بنآ، دا اړیکه باید وي.»

ولسمشر په دې مرکه کې د سولې سربېره په سیمه کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان په اړه هم غږېدلی وايي، افغانستان د منځۍ اسیا یوه برخه ده، ښه روابط ورسره لري او دا اړیکه هره ورځ پراخیږي.

ښاغلي‌ غني د کابل او نوي ‌ډیلي سره اړیکې هم مثبت بللې خو وايي، له ایران سره يې اړیکې پر هغه هېواد د بندیزونو تر سیوري لاندې راغلي دي.

ولسمشر غني ټینګار کړي، چې په ایران کې تر دوه میلیونه زیات افغانان اوسېږي او اړیکې باید د دواړه اړخیزو ګټو پر اساس وي.

 نوموړي هیله وښوده چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو بیا پېلېدل د افغانستان لپاره هم ښې پایلې ولري.

ولسمشر غني ټېنګار وکړ چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې ډېرو ملګرو ته اړتیا لري خو نباید د نورو ترمنځ‌ اختلافات د افغانستان اړیکې خرابې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135307

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135307/

جمهور
  https://www.jomhornews.com