ټاکل شوې سیمې ته د افغان سولې په تړاو د سیاسیون د سفر په دوام د سولې عالي شورا پخوانی مشر محمد کریم خلیلي هم په یوه سفر پاکستان ته ولاړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبر د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ورکړی او ویلي یې دي، چې خلیلي به ډېر ژر پاکستان ته ورشي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، خلیلي به له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر لا پراختیا خبرې وکړي.
خلیلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې پاکستان د ګلبدین حکمتیار په ګډون ګڼو نورو سیاسیونو ته هم دغه هېواد ته د ورتګ بلنه ورکړې وه، چې په کور د ننه له سختو غبرګونونو سره مخ شو.
جمهورخبري آژانس:کابل