میدان وردګو کې د موټر بم برید مخه نیول شوې

22 جدی 1399 ساعت 8:54

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په میدان وردګ ولایت کې د یوه موټر بم برید مخه نیولي ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په میدان وردګ ولایت کې د یوه موټر بم برید مخه نیولي ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه موتر بم پرون مازیګر د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ بادام سیمه کې کشف او له منځه وړل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، ترهګرو طالبانو غوښتل یاد موټر ته د خلکو له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې چاودنه ورکړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د بادم په سیمه کې د افغان هوايي ځواک له خوا په نښه او له منځه یووړل شو.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې د دغه موټر بم په لمنځه وړلو سره د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135309

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135309/

جمهور
  https://www.jomhornews.com