علي احمد جلالي:

د جګړې پر ختمولو له هوکړې مخکې د موقت حکومت خبرې بې ګټې دي

22 جدی 1399 ساعت 9:24

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په امریکا کې د پوهنتون استاد علي احمد جلالي وايي، د دوحې په مذاکراتو کې د جګړې پر ختمولو له هوکړې مخکې د موقت حکومت خبرې بې ګټې دي.


د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په امریکا کې د پوهنتون استاد علي احمد جلالي وايي، د دوحې په مذاکراتو کې د جګړې پر ختمولو له هوکړې مخکې د موقت حکومت خبرې بې ګټې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي جلالي په تازه مرکه کې ویلي، چې په دوحه کې دې مذاکراتي ټیمونه د ناندریو پر ځای ژر تر ژره د جګړې پر ختمولو هوکړې ته سره ورسېږي.

نوموړي ویلي، نړیواله ټولنه په یوه خوله په افغانستان کې د سولې غوښتونکې ده نو د مذاکراتو دواړو لورو ته په کار ده چې دوی هم په پوره صداقت د جګړې د پای ته رسولو او یوه پیاوړي حکومت پر جوړولو هوکړې ته سره ورسېږي.

ښاغلي جلالي په مذاکراتو کې د جګړې پر ختمولو هوکړې ته تر رسېدو مخکې پر موقت حکومت بحث کول بې ګټې بللی وايي، د جګړې پای ته رسېدل او اوربند تر هر څه لومړیتوب لري.

دغه راز ښاغلي جلالي دا هم زیاته کړې، چې په امریکا کې به د نوي حکومت په راتګ سره بدلونونه راځي خو عمومي نظر دا دی چې د افغانستان د سولې پروسه به دوام کوي.

د امریکا د پوهنتون دغه استاد یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرې شنبې راهیسې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ خبرې پیل شوې دي.

دوی لومړی ناسته د اجنډا د ترتیب او توحید لپاره کړې، چې دواړه لوري وايي، په ښه فضا کې خبرې شوې دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په دوحه کې د دواړو لورو تر منځ خبرو له پیل سره سم په کور د ننه او بهر د موقت حکومت اوازې هم ګرمې شوې او ویل کېږي خلیلزاد کابل ته د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو طرحه هم ورسره راوړې وه.

ویل کېږي خلیلزاد د دغه طرحې د مطرح کولو لپاره درې ورځې په کابل کې تم و خو ولسمشرغني ورسره ونه لیدل او ویل یې چې وخت نه لري.

جمهورخبري آزانس:کابل
 


د مطلب کود: 135313

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135313/

جمهور
  https://www.jomhornews.com