د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ننګرهار ته ولاړ

22 جدی 1399 ساعت 10:34

د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته ولاړ.


د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی محب او ورسره پلاوی نن دوشنبې د مرغومي ۲۲ مه جلال آباد ته ولاړ.

سرچینه زیاتوي، چې ښاغلی محب له د ختیځ زون ننګرهار، نورستان، کونړ او لغمان له عمومي رهبري، امنیتي مقاماتو، سرتېریو او د دغو ولایتونو د محلي امنیتي ستونزو په هکله د بېلابېلو اقشارو له استازو سره وګوري.
 
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړی به د ختیځ زون اوسنی عمومي امنیتي وضعیت وارزوي او د امنیتي او دفاعي سرتېریو د وروستیو لاس ته راوړنو د قدرداني تر څنګ به ځینې نوې ګمارنې هم وشي.
 
د ملي امنیت شورا سلاکار پر داسې مهال ننګرهار ته سفر کوي، چې د تېرې پنشنبې په ورځ ولسمشر غني هم د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته تللی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135315

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135315/

جمهور
  https://www.jomhornews.com