له ازبکستان نه واردېدونکې برېښنا ۴ سوه میګاواټو ته لوړه شوه

22 جدی 1399 ساعت 11:19

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه.


د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد شرکت زیاتوي، چې وړاندې د ازبکستان د برښنا پنځو دستګاوو کې د ستونزې رامنځته کېدو له امله نوموړي هېواد افغانستان ته د خپلې برښنا کچه را ټیته کړې وه.
 
دی وايي، اوس مهال د نوموړې برښنا کچې په لوړیدو سره کابل او ولایتونو کې به د برښنا پرچاوي ستونزه تر را کښته شي.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د یاد شرکت د رهبري پلاوي له خوا جدي هڅې روانې دي څو د برښنا حالت د عادي کېدو په موخه د برښنا له واردونکو هېوادونو سره د انرژي کمښت ستونزه هواره کړي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135320

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135320/

جمهور
  https://www.jomhornews.com