دفاع وزارت:

نیمروز کې پر طالبانو برید شوی، ۹ پاکستانیان هم په کې وژل شوي

22 جدی 1399 ساعت 14:03

ملي دفاع وزارت وايي، د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ کې هوايي برید پر طالبانو شوی او د ۹ پاکستانیانو په ګډون ۲۰ وسله والو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ کې هوايي برید پر طالبانو شوی او د ۹ پاکستانیانو په ګډون ۲۰ وسله والو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر دغه هوايي برید وړمه شپه د خاشرود ولسوالۍ په منظري سیمه کې شوی وو.

د نیمروز د ولایتي شورا مشر باز محمد ناصر هم ویلي و، چې برید د استوګنې یوه کور ته نېږدې د طالبانو په غونډه شوی و، خو په وینا یې په دغه برید کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

خو دفاع وزرات وايي، برید د طالبانو پر غونډه شوی، چې په کې د ۹ پاکستانیانو په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

یاد وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ملي وګړو د مرګ ژوبلې د اعاوو په اړه څېړنې روانې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 135333

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135333/

جمهور
  https://www.jomhornews.com