بلخ کې د ښځینه پوځیانو په موټر برید، دوه پوځیانې په کې وژل شوې دي

23 جدی 1399 ساعت 8:51

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو بلخ ولایت کې د ښځینه پوځیانو په لېږدونکي موټر برید کړی او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نامعلومه وسله والو کسانو بلخ ولایت کې د ښځینه پوځیانو په لېږدونکي موټر برید کړی او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

پېښه نن سه شنبې د مرغومي ۲۳ مه سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د بلخ د مرکز مزار شریف ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل جمهور خبري آژانس ته و ویل، دوه تنه موټر سایکل سپرو وسله والو د ۲۰۹ شاهین قول اردو پر سړک د ښځینه پوځیانو پر لېږدوونکي موټر ډزې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې، خو جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

په ورته وخت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وايي، په دغه برید کې دوه پوځیانې وژل شوې او درې نور پوځیان ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا وژل شوې پوځیانې یوه بریدمله او بله سرتېرې وه او ټپیان یو افسر، یو سرتېری او یو موټر چلوونکی دی.

امنیتي چارواکي زیاتوي، چې وسله وال برید کوونکي دوه تنه و او له برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د ښځینه پوځیانو په موټر وسله وال برید تر سره کېږي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 135359

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135359/

جمهور
  https://www.jomhornews.com