دفاع وزرات: هلمند کې ۱۵ طالبان وژل شوي

23 جدی 1399 ساعت 9:00

ملي دفاع وزرات د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۵ تنه وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزرات د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۵ تنه وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د مرغومي ۲۳ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون غوښتل پر امنیتي پوستونو بریدونه وکړي.

خو په وینا یې افغان ځواکونو پرې وار ړومبی کړ او د هغوی پر پټنځای یې هوايي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزرات دا هم ویلي، چې د وسله والو طالبانو ۲۰۰ کړۍ لاس جوړ شوي ماینونه، مهمات او درې عرادې نقلیه وسایط هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135360

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135360/

جمهور
  https://www.jomhornews.com