صالح: د قوریغ غره غاصبان پېژندل شوي، ډېر ژر به ونیول شي

23 جدی 1399 ساعت 9:10

د ولسشمر لومړی مرستیال وايي، کابل کې د قوریغ غره لمن کې د ځمکې غاصبین پېژندل شوي او ډېر ژر به یې د نیولو لپاره اقدام وشي.


د ولسشمر لومړی مرستیال وايي، کابل کې د قوریغ غره لمن کې د ځمکې غاصبین پېژندل شوي او ډېر ژر به یې د نیولو لپاره اقدام وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن سه شنبې د مرغومي ۲۳ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته فسبوک پاڼه لیکلي، وسله وال غاصبین چې د قوریغ د غره د ځمکو په غصب کې يې په سازمان شوې بڼه لاس درلود پېژندل شوي دي.
 
د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګارکړی، چې د دغه غاصبینو د نیولو لپاره به ډېر ژر اقدام وشي او اوس یې یوازې وخت تر مابین دی.

په ورته وخت ښاغلي صالح ویلي، د څرخي پله سیمه کې هغه پنځه تنه چې ادعا یې کړې وه، چې ګواکي غلو د یوې دولتي پروژې دوه میلونه افغانۍ تر غلا کړې، له نښو ښکاري، چې دا کسان دروغ وايي.

نوموړي ویلي، امر شوي، چې دغه پنځه واړه کسان ونیول شي او د غلا او دوکې ورکولو په جرم څارنوالۍ ته معرفي کړی شي.
 
د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم ویلي، چې د کابل د هوايي ډګر له ګمرک څخه د رشوت اخیستې زیات شکایتونه ورته رسېدلي دي.

دی وایي، ډېر ژره به د رشوت اخیستو او رشوت اخیستو بڼه مستند کړای شي او تر سبا پورې به دزد به پشت واره ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 135361

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135361/

جمهور
  https://www.jomhornews.com