کابل او تهران په بېلا بېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخوي

23 جدی 1399 ساعت 9:23

کابل او تهران پتېیلې، چې په بېلا بېلو برخو کې خپل منځي اړیکو ته لا پراختیا ورکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.


کابل او تهران پتېیلې، چې په بېلا بېلو برخو کې خپل منځي اړیکو ته لا پراختیا ورکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره هڅې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او کابل کې د ایران سفیر بهادر امنینیان تر منځ کتنه کې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغان سولې، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د همکاریو د تړون په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو، د اقتصادي اړیکو پر لا پراخولو او نورو مواردو بحث کړی دی.

د سرچینې په وینا دواړو لورو ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه به په بېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخوي او په سیمه کې به د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي.

په دغه کتنه کې د ایران سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135363

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135363/

جمهور
  https://www.jomhornews.com