د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ملي امنیت منسوبینو کابل ښار کې د پنځو تنو مدني او سیاسي فعالانو د ترورو مخنیوی کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن سه شنبې د مرغومي ۲۳ مه د شپږنیمو له امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«د ملي امنیت څخه مننه کوم، چې د څلور هدفي وژنو او طالبانو له خوا د یوې مدني فعالې د وژلو مخه یې نیولې ده.»
ښاغلي صالح په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج د ولسي جرګې په یوه غونډه کې ویلي و، ملي امنیت ځواکونو د درې خبریالانو د تررور هڅې، چې طالبانو کولې شنډې کړي او عاملین یې ونیسي.
بل خوا صالح دا هم ویلي، ملي امنیت توانېدلی، چې د یوې پنځه کلنې ماشومې بي بي حوا د تښتونکو وروستی کس چې تر تعقیب لاندې و ونیسي.
د ښاغلي صالح په وینا دغه انسان تښتونکی محمد ناصر نومېږي او د محمد آغا زوی دی، چې دا مهال د قانون په منګولو کې دی.
نوموړي له پولیسو هم مننه کړې، چې د ۳۱۵ په سیمه کې یې د لنډه غرو له ډلې مشهور لنډغر فیصل مشهور په ګژدم نیولی دی.
دی وايي، ګرژم د یادې سیمې خلک ځورول او تر هغې به یې دوسیه تر پلټنې لاندې وي تر څو د محکمې له خوا د خپلو اعمالو په سزا رسېدلی نه وي.
صالح دا هم ویلي، چې پرون د تنګي غارو په سیمه کې د مارشال فهیم قسیم د پوځي پوهنتون بریدمن امان الله خان د وسله والو طالبانو له خوا شهید کړی شوی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال د امان الله خان کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ژمنه یې کړې، چې د خپلو شهیدانو وینې به بې ځوابه پرېنږدي.
جمهورخبري آژانس:کابل