ملي امنیت:

د امریکا د سفیر او لوړ پوړو افغان چارواکو د ترور طراح مو نیولی

23 جدی 1399 ساعت 11:09

ملي امنیت وايي، ځانګړو ځواکونو یې کابل کې د امریکا د سفیر او لوړ پوړو افغان چارواکو د ترور طراح په ننګرهار ولایت کې نیولی دی.


ملي امنیت وايي، ځانګړو ځواکونو یې کابل کې د امریکا د سفیر او لوړ پوړو افغان چارواکو د ترور طراح په ننګرهار ولایت کې نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځانګړو ځواکونو یې تېره شپه (د مرغومي ۲۲مه) د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې د داعش پر ضد ځانګړي عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې د هدفي وژنو مهم غړی او طراح عبدالواحد له درې تنه نورو شکمنو کسانو سره نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د داعش ډأې د هدفي وژنو غړي او طراح عبدالواحد پلان درولد، چې د خپلوو نورو ملګرو په همکارۍ کابل کې د امریکا سفیر او لوړپوړي افغان چارواکي په نښه او ترور کړي.

خبرپانه وايي، د دغه کس په نیول کېدو سره د هغه ترهګریز اهداف شنډ او یو برېټا تفګنچه، یو میل کلاشنکوف او یو چره ییز ټوپک د ځانګړو ځواکونو له خوا له منځه یووړل شول.

په ورته وخت ملي امنیت وايي، د دغه داعشي د کورنۍ دوه تنه نور هم د یادې ډلې د رهبرۍ غړي و، چې په تېر کې په یوه هوايي برید کې وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 135375

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135375/

جمهور
  https://www.jomhornews.com