افغانستان او ازبکستان خپلمنځي امنیتي اړیکې لا پراخوي

23 جدی 1399 ساعت 11:20

کابل او تاشکند غواړي خپلو کې امنیتي اړیکې لا پرخه کړي او د همدې هدف لپاره د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو مرستیال رییس کابل ته راغلی دی.


کابل او تاشکند غواړي خپلو کې امنیتي اړیکې لا پرخه کړي او د همدې هدف لپاره د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو مرستیال رییس کابل ته راغلی دی.

د جمهور آژانس د له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو د رییس له مرستیال فرخ مختاروف سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبره پانه کې د ازبکستان د دغه لوړي پوړي امنیتي مسوول له قوله ویلي، چې افغانستان ته یې د راتګ موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا او امنیتي همکاریو ډېرښت دی.

ښاغلي فرخ مختاروف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا د دې سبب کېږي چې په سیمه کې امنیت تامین شي او د احتمالي ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې ازبکستان د افغانستان د سولې له پروسې هم ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دی.

 د یادونې ده، چې تر دې وړاندې افغان حکومت هم  ویلي وو چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ به د امنیتي همکاریو توافقات رامنځته کېږي او هڅه کېږي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې او پیاوړې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135376

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135376/

جمهور
  https://www.jomhornews.com