۰

طالبانو غوښتل د غزني واغظ سقوط کړي خو مات یې خوړې

سی شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني پر واغظ ولسوالۍ ډلیز برید وکړ، خو له سختې ماتې سره مخ شول.
طالبانو غوښتل د غزني واغظ سقوط کړي خو مات یې خوړې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني پر واغظ ولسوالۍ ډلیز برید وکړ، خو له سختې ماتې سره مخ شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د پولیسو ویاند احمدخان سیرت ویلي، طالبانو له تېرې شبې راهیسې له څو لوریو د ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پیل کړي و.

د نوموړي په وینا طالبانو غوښتل دغه ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راولي، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت وروسته یې ماته خوړې او پر شاه تمبول شوي دي.

سیرت زیاته کړې، چې په دغه جګړه کې ۸ طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، چې په نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي