ولسمشرغني:

د امریکا او طالبانو هوکړ کې ډېرې برخې ګونګې دي

24 جدی 1399 ساعت 8:06

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړې زیاتې برخې ګونګې دي، چې نور وضاحت ته اړتیا لري.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړې زیاتې برخې ګونګې دي، چې نور وضاحت ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د تېرې یکشنې د زمري ۲۱ مه کابل پوهنتون د سولې جوړونې په یوه لکچر کې چې د نړۍ ۶۳ پوهنتونونو ته په انلاین ډول ورکول کېده.

ولسمشر دغه څرګندونې تېره شپه د ملي تلوېزیون څخه خپره شوې او ښاغلي غني په کې و ویل، چې د واشنګټن او طالبانو تر منځ دوحه کې شوې هوکړې ډېرې برخې ګونګې او مبهمې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاده موافقت پاڼه کې د ابهام په اړه یې د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره هم خبرې کړې دي.

هغه و ویل«له طالبانو سره د امریکا موافقه سر تر پایه ابهامونه لري ډاکټر صاحب خلیلزاد دې خدای لري ورته ومې ویل، کله چې ابهام راځي باید یو وضاحت ولري، خو هغه دا خبره ټینګه نیولې وه چې موږ له ټولې نړۍ سره ورباندې موافقه کړې ده. دا موافقه د سیاسي بهیر لومړۍ او کلیدي برخه ده.»

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ ۲۹ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

له دغې موافقې وروسته امریکا او طالبانو یو پر بل بریدونه ودرول، حکومت پنځه زره بندیان خوشي کړل، بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره او پیل شوې، خو جګړې تر پخوا زیاتې شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135387

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135387/

جمهور
  https://www.jomhornews.com