په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، ناټو له افغان امنیتي بنسټونو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر د افغان پوځ له مشر جنرال یاسین ضیا سره کندهار ته تر سفر وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې کړې دي.
جنرال ضیا او جنرال مېلر پرون سه شنبې د مرغومي ۲۳ مه کندهار ته د دغه ولایت د امنیتي جاج د اخیستو په موخه تللي وو.
تر دغه سفر وروسته جنرال مېلر په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې له افغان امنیتي بنسټو به د ناټو د غوځ ملاتړ ماموریت ملاتړ دوام ولري.
هغه په دې پیغام کې ویلي« زموږ تعهد به غوره او قوي پاتې وي، زموږ دا سفر ډېر ښه و، خوشحاله یم چې د کندهار له والي سره مې وکتل. دا کتنه په دې اړه وه چې د بېلابېلو امنیتي بنسټونو ترمنځ همکاري څنګه دوام پیدا کړي.»
جنرال مېلر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د بل هر وخت په پرتله د سولې خبرو له پیل سره په هېواد کې جګړو، بمي چاودنو او هدفي وژنو زور اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل