د سولې خبرو دویم پړاو، یوه اووني تېره شوه خو کوم پرمختګ نشته

24 جدی 1399 ساعت 8:47

د افغان سولې په تړاو د بین الافغاني خبرو دویم پړاو پر پیلېدو کابو یوه اوونۍ اوړي خو تر اوسه په خبرو کې هېڅ ډول پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی او نه یې هم جزیات شریک شوي دي.


د افغان سولې په تړاو د بین الافغاني خبرو دویم پړاو پر پیلېدو کابو یوه اوونۍ اوړي خو تر اوسه په خبرو کې هېڅ ډول پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی او نه یې هم جزیات شریک شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دواړو لورو تر منځ خبرې د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل شوې او د شنبې په ورځ یې د اجنډا په ترتیب او توحید خبرې کړې وې، چې د دواړو لورو په وینا په خورا ښه فضا کې تر سره شوې.

خو دواړو لورو نه د هغه ناستې په اړه جزیات رسنیو او خلکو سره شریک کړي او نه یې هم له هغې وروسته ورځو کې د ناستو، خبرو او پرمختګ او نه پرمختګ په اړه څه ویلي.

له دې سره تر څنګ په دویم پړاو خبرو کې بله ستونزه دا هم ده، چې تر اوسه پورې د دواړو لورو ځینې غړي لا هم دوحې ته نه دي رسېدلي.

د راپورونو له مخې د افغان دولت د پلاوي له لوري نادر نادري، فوزیه کوفي، متین بېک او فاطمه ګیلاني هغه کسان دي، چې تر اوسه دوحې ته نه رسېدلي.

د طالبانو له لوري بیا د دغه ډلې د مذاکراتي پلاوی غړی مولو عبدالحکیم، د طالبانو مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برارد دوحې ته نه دي تللي.

شنونکي وايي، په داسې یوه وضعیت کې چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي د مذاکراتي ټیمونو مسوولیت دی چې تر شخصي کارونو د سولې مسئلې ته لومړیتوب ورکړي او په خبرو کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135393

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135393/

جمهور
  https://www.jomhornews.com