راسن ویلسن:

امریکا په افغانستان کې موقت حکومت نه غواړي او پلوي یې هم نه کوي

24 جدی 1399 ساعت 14:57

وروسته له هغې چې دوحه کې د سولې د دویم پړاو خبرو له پیل او افغانستان ته د خلیلزاد له سفر سره سم د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو آوازې ډېرې شوې امریکا دغه خبرې رد کړې دي.


وروسته له هغې چې دوحه کې د سولې د دویم پړاو خبرو له پیل او افغانستان ته د خلیلزاد له سفر سره سم د موقت حکومت د رامنځ ته کېدو آوازې ډېرې شوې امریکا دغه خبرې رد کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د امریکا سفارت شارژادفیر راس ویلسن امریکا په افغانستان کې موقت حکومت نه غواړي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي له لارې د افغان شخړې د پای ته رسېدو غوښتونکې ده.

ده په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي«امریکا موقت حکومت نه غواړي، د افغانستان د سولې خبرو پایله په افغانانو پورې اړه لري او موږ په دې باوري یوو چې دا پایله باید د افغانانو د هیلو منعکس کوونکې وي.»

راس ویلسن ویلي چې دوی لا هم هڅه کوي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان به خپلواک، متحد، ډیموکراټ پاتې کېږي او دغه راز به د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندې کېږي.

دی وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو سره په تماس کې دی او دواړه لوري د خبرو دوام ته هڅوي.

هغه ټینګار کړی دی چې دوی هیڅکله د لنډمهالي حکومت ملاتړ نه دی کړی او په خبره یې، امریکا هیله لري، د افغان جګړې دواړه اړخونه داسې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي چې د ټولو افغانانو هیلې منعکسې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135417

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135417/

جمهور
  https://www.jomhornews.com