د سولې خبرې بیا ځنډېدلې، ښايي د بایډن د لوړې تر مراسمو په کې پرمختګ ونه شي

25 جدی 1399 ساعت 8:56

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلایو تر منځ ناستې پاستې او د سولې خبرې یو ځل بیا ځنډېدلې دي.


د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلایو تر منځ ناستې پاستې او د سولې خبرې یو ځل بیا ځنډېدلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له تېرو دریو ورځو راهیسې هېڅ غونده او خبرې نه دي شوي، چې د لاملونه یې بېلا بېل ښودل کېږي.

ځینې سرچینې وايي، دواړه لوري خپل منځي خبرو کې بوخت دي او تر یوه ځنډه وروسته به بېرته سره جرګه شي، خو ځینې بیا وایي، هر څه د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسمو پورې ځنډېدلې دي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا هم منلې، چې خبرې ځنډېدلې خو وایي، دا ځنډ د دې له امله دی، چې افغان لوري خپل منځ او طالب لوی خپل منځ کې په خبرو سره بوخت دی.

د هغه په وینا د دواړو لورو خپل منځي خبرې د هغه اجندا د ترتیب او توحید پر سر دي، چې د بین الافغاني خبرو لپاره چمتو شوې ده.

دی وايي، هر لکه چې دا بحثونه مخ ته لاړل او توحید شول خبرې به بېرته پیل او د افغانستان خلکو ته به اعلان کړل شي.

خو رویټر د لوړ پوړو سرچینو له قوله ویلي، دوحه کې د سولې مرکچي ټيمونو خبرې درولې او په دې تمه دي، چې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره اعلانوي.

په کابل کې یوې ډيپلوماتیکې سرچینې روېټرز ته ویلي، فکر نه ‌کوي چې د بایدڼ د لوړې تر مراسمو دې د دوحې په خبرو کې د پام وړ کوم پرمختګ وشي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي هم د نوم نه ‌ښودو په شرط دغه اژانس ته ویلي، دوی د امریکا د نوې ادارې تګلارې ته په تمه دي چې د سولې هوکړې ته څومره ژمنه پاتې کېږي.

د هغه په وینا که چېرته امریکایان له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په برخه کې په خپلو ژمنو ونه‌درېږي، دوی به جدي اقدامات وکړي او د جګړې په کلیدي ځایونو کې به بېرته سخت‌دریځي ځای پر ځای کړي.

د یادونې ده، چې بایډن یوه اوونۍ وروسته یعنې راتلونکې چهارشنبه د لوړې مراسم ترسره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135432

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135432/

جمهور
  https://www.jomhornews.com