کمانډویانو هلمند کې د طالبانو زندان مات او ۱۳ تنه یې ترې راخوشي کړل

25 جدی 1399 ساعت 9:57

افغان کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې زندان یې مات کړی او ۱۳ بندیان یې ترې راخوشي کړي دي.


افغان کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې زندان یې مات کړی او ۱۳ بندیان یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزرات نن پنشنبې د مرغومي ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان کمانډویانو تېره شپه د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه ووهله.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د یوه پولیس په ګډون ۱۳ تنه چې د طالبانو سره بندیان و آزاد کړل شول.

ملي دفاع وزرات وايي، په عملیاتو کې د طالبانو یو کرولا موټر، درې موټر سایکل او یوه ایکم مخابره د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

په هلمند کې د طالبانو د زندان ماتولو ترڅنګ د افغانستان دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د دغې ډلې د ماین جوړولو د یوې لویې کارخانې د له منځه وړلو خبر هم ورکړی دی.

دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو د ماین جوړولو دغه کارخانه د لوګر ولایت د مرکز اړوند په "سپیڅ" سیمه کې موقعیت درلود او د کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې کشف او له منځه وړل شوې ده.

دفاع وزارت زیاته کړې چې په دې کارخانه کې "د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او په یاد ولایت کې د پلچکونو او عام المنفعه تاسیساتو د ورانولو" لپاره ماینونه جوړیدل.

په بیان کې دغه راز راغلي چې په دغه عملياتو کې امنيتي ځواکونو یوه اندازه مهمات او چاودیدونکي توکي هم نیولي دي.

طالبانو تراوسه په هلمند او لوګر ولایتونو کې د دغو علمیاتو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135439

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com