د بلخ د بشري حقونو د کمېسیون د رییس زوی وژل شوی دی

25 جدی 1399 ساعت 10:41

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر د رییس زوی وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر د رییس زوی وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بلخ پولیس وايي، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر د رییس زوی د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د دوی په وینا وژل شوی کس احمد راشد نومېږي، چې ۳۰ کاله عمر لري.

پولیس وايي، د احمد راشد مړی تېره شپه د بلخ د مرکز مزارشریف ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې موندل شوی دی.

تر اوسه د دغه وژنې لامل نه دی معلوم او مسوولیت یې هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ


د مطلب کود: 135444

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135444/

جمهور
  https://www.jomhornews.com