د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د دریو لویو بنسټزو پروژو پرانسته وشوه

25 جدی 1399 ساعت 10:53

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د دریو سترو پروز پرانسته د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو محمد اشرف غني او قربان قلي بردي محمدوف له خوا له لرې وشوه.


د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د دریو سترو پروز پرانسته د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو محمد اشرف غني او قربان قلي بردي محمدوف له خوا له لرې وشوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه درې سترې پروژې نن پنشنبې د مرغومي ۲۵ مه د ښاغلي غني او ښاغلي محمدوف په لارښوونه د پټۍ په پرېکولو سره پرانستل شوې.

د اقینې – اندخوی تر منځ د ریل پټلی، د کری – اندخوی، پلخمري د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد او د نوري فایبر انټرنیټي شبکه چې ترکمنستان له افغانستان سره وصلوي هغه پروژې دي، چې نن د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا پرانستل شوې.

دواړو ولسمشرانو د دې پروژو د پرانستې په مراسمو کې د یادو پروژو پرانستل د افغانستان او ترکمنستان لپاره خورا مهمې وبللې او ویې ویل، چې په دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري او ترانزیک زیات او نورو پروژو ته به لار هوار کړي.

ښاغلي غني د دوست هېواد ترکمنستان له دې همکارۍ په مننه و ویل، لرې نه ده، چې افغان ولس په په نېږدې راتلونکې کې د دغه ډول نورو سترو پروژو د پرانستې او د اسیا په څلور لاري د افغانستان د تبدیلېدو شاهدان و اوسي.

نوموړي د افغانستان او ترکمنستان اړیکې پخوانی او تاریخي وبللې زیاته یې کړه، چې دغه اړیکې د تاریخ په اوږدو کې خورا ښې او بریالې وې.

د هغه په وینا د اړیکو او همکاریو پراختیا کولی شي، د دواړ هېوادونو تر منځ په بېلا بېلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې خورا ګټورې تمامې شي.

ولسمشر غني وايي، افغانستان تر یو سل او څو کلونو وروسته، د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره خپلې لرغونې اړیکې بېرته تازه کوي.

نوموړي یو ځل بیا په خپلو خبرو کې له طالبانو وغوښت، چې له اوربند سره موافقه وکړي، له جګړې لاس واخلي ځکه د تاوتریخوالي او جګړې د دوا زیان ولس ته رسېږي.

ښاغلي غني و ویل«طالبانو ته زما پیغام دا دی، چې ملت پر سوله اجماع لري او د تاوتریخوالي دوام د ولس د غوښتنې ضد او د دې لامل کېږي چې ملت مو نور هم په وړاندې منسجم شي، نو ځکه درته وایم، جګړه ودروی او سوله وکړی.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې یو ځل بیا له خپل ترکمن سیال څخه مننه او غوښتنه وکړه، چې د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې تر څنګ افغان سوداګرو ته د وېزې اسانتیاوې، په صادراتو کې د موازینې رامنځ ته کول او د افغان مرمر ډبرو د پېر لپاره په افغانستان کې اساسي قدمونه واخلي.

په ورته وخت کې د ترکمنستان ولسمشر ښاغلي قربان قلي بردي محمدوف هم د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراخیتا او هکاریو پر زیاتېدا د ټينګار تر څنګ و ویل، چې پرانستل شوې پروزې به په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې لپاره ګټورې تمامې شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دوی دغه ټول اقدامات په سیمه کې د امنیت د رامنځ ته کېدو په خاطر دي او په وینا یې ګټوره همکاري د سیمې د امنیت په تامین کې خورا مهم رول لري.

د یادونې ده، چې افغانستان څه موده مخکې د ایران سره هم د ریل پتلۍ پرانستو شاهد و، چې ورسره په به سوداګرۍ کې پراختیا رامنځ ته شي.

دغه پروژه چې د هرات – خواف تر منځ د ریل پټلۍ وه، څه وخت وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ایران د ولسمشر حسن روحاني له خوا په رسمي ډول پرانستل شوه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 135447

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135447/

جمهور
  https://www.jomhornews.com