کندوز کې پر یوې سیمه ییزې راډیو برید شوی دی

27 جدی 1399 ساعت 7:59

په کندوز ولایت کې د زهره په نوم یوې سیمه ییزې رادیو باندې ځايي اوسېدونکو برید کړی او وسایل یې ورمات کړي دي.


په کندوز ولایت کې د زهره په نوم یوې سیمه ییزې رادیو باندې ځايي اوسېدونکو برید کړی او وسایل یې ورمات کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید پرون جمعه د مرغومي ۲۶ مه د جمعې لمانځه پرمهال د یوه جومات لمونځ کوونکو کړی دی.

د یادې راډیو مسوول محسن احمدي وايي، د مسجد امام هغه مهال لمونځ کوونکو ته د برید امر کړی کله چې د لمانځه پرمهال د مسجد له لاوډسپیکر نه د امواجو د ټکر له امله د سندرو غږ نشر شوی دی.

د هغه په وینا لمونځ کوونکو د راډیو ټول وسایل ورمات کړي او دوی له حکومتي چارواکو غواړي، چې د پېښې عاملین ونسي او پوښتنه ترې وکړي.

د دغه جومات ملا امام هم ویلي، چې د خطبې پرمهال د راډیو فریکونسۍ د جومات له فریکونسیو سره یو ځای کېدلی او موسیقي پکې مکس کېدله.

په ورته وخت نی یا له آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسوولانو ویلي، د کندوز ځینو اوسېدونکو پر زهره، چراغ او کیهان راډیوګانو برید کړی او وسایل یې ورته له منځه وړي دي.

د نی اجرائیه مشر مجیب خلوتګر وایي،د یوه مسجد لمونځ کوونکو وروسته له هغې چې د یوې راډیو نشرات د مسجد له امواجو سره ټکر وکړ او سندره پکې نشر شوې، او له همدې امله یې دا برید کړی دی.

د خلوتګر په وینا بریدکوونکو د یادو رسنیو کارکوونکو ته زیان نه دی رسولی خو وسایل یې له منځه وړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 135459

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135459/

جمهور
  https://www.jomhornews.com