کندهار کې نننی موټر بم د ملي امنیت د وسایطو په ورکشاف شوی

27 جدی 1399 ساعت 8:36

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې نننۍ چاودنه د ملي امنیت د وسایطو د ترمیم پر مرکز شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
دی معلوم.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې نننۍ چاودنه د ملي امنیت د وسایطو د ترمیم پر مرکز شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د مرغومي ۲۷ مه سهار ۸ بجې د کندهار د دامان ولسوالۍ اړوند د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د ارغستان پر سړک د ملي امنیت پر یوه ورکشاف شوې ده.

دغه چاودنه دومره قوي وه، چې د غږ یې ان په کندهار ښار کې اورېدل شوی، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزي یوازې د درنې چاودنې پخلی کړی وايي، جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

خو یوې ځايي امنیتي سرچینې ویلي، چاودنه موټر بم وه او له موټر بم وروسته څو تنه ځانګړي چې ښايي دوه یا درې تنه وي د ملي امنیت د وسایطو د ترمیم مرکز ته چې د یوه بهرني قراردادي شرکت ځيني تخنیکي مشاورین هم په کې اوسېدل ننوتي دي.

د سرچینې په وینا ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او چاڼیز عملیات یې پیل کړي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند محمد صادق عیسی هم ویلي، چې د پوځ ځانګړو ځواکونو په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي او معلومات به وروسته ورکړل شي.

ویل کېږي دغه چاودنه دومره قوي وه، چې ان د دامان ولسوالۍ په درې کیلومترۍ کې یې هم د خلکو کورونو ته زیان اړولی دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار


د مطلب کود: 135462

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135462/

جمهور
  https://www.jomhornews.com